د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالباري عمر د یو پلاوي پر مشرۍ ترکمنستان ته په خپل سفر کې د ترکمن انرګو(د ترکمنستان برښنا شرکت) له رییس دوردي الیاسوف، د ټاپ پروژې رییس مراد آرتیکوف او یو شمېر نورو چارواکو سره ولیدل.
د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ تېره ورځ د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس عبدالباري عمر د خپل سفر په لړ کې له ترکمن لوري سره د ټاپ پروژې او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
ویل کیږي، چې ترکمنستان ته د افغانستان برښنا شرکت د رهبرۍ په سفر کې د افغانستان د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو استازي هم ګډون لري.

Share.