د کور او ښار جوړولو وزارت چارسمبالي شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې له امریکا راغلي د محمد علي کلي بنسټ استازي ایرونټ منیګو او مل پلاوي سره وکتل او پر یو شمېر اړینو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

د کور او ښار جوړونې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې لومړی په کابل کې د محمد علي کلې د بنسټ له لوري د جوړېدونکي ورزشي سټډیوم د ځمکې د برخلیک په تړاو خبرې وشوې، چې څنګه کېدای شي چارې یې ژر تر ژره پیل شي.

ایرونټ منیګو ډاډ څرګند کړې؛ دا چاره کولی شي، چې د نورو سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو د رغښت او پیاوړتیا لپاره لار پرانیزي او هڅه به وکړي، چې مثبت پیغام وړاندې کړي.

منېګو زیاته کړې؛هحه به وکړې، چې د امریکا او افغانستان تر منځ شته موانع له منځه لاړې شي او امریکایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت چارسمبالي حمدالله نعماني ویلي، د افغانستان او امریکا ترمنځ شاوخوا شل کاله جګړه وشوه، چې دواړو لوریو ته درانده تلفات واوښتل او له کبله یې یو د بل پر وړاندې فکرونه حساس شوي او اړتیا ده، چې دغه اړخ بېرته په سیاسي او ډیپلوماټیک لحاظ مثبت او پیاوړی شي.

د نعماني د څرګندونو له مخې تمه ده، چې د امریکا نوی حکومت به د افغانستان پر وړاندې د تېر حکومت ناسمه تګلاره غوره نکړي او هڅه به وکړي، چې د چین او روسیې په څېر دوستانه سیاست خپل کړي.

Share.