د لوګر امنيه قومنداني چارواکي وايي چې جمعه، لېندۍ ۱۶مه سهار د کابل-لوګر پر لویه لاره د يوې ټرافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولايت امنيه قومنداني وياند مولوي احمدالله انس سلام‌وطندار ته وويل، دغه پېښه د کابل-لوګر پر لويه لاره د مرکز پل‌علم ښار اړوند په «شش‌قلعه» سیمه کې د يوه ټېلر او رنجر موټر د ټکر له امله رامنځته شوې.

انس زياته کړه، په دغه پېښه کې دوه نظاميان مړه شوي او دوه نور ټپيان دي.

د نوموړي په وینا، د پېښې ټپيانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی او د درملنې لپاره پلازمېنې کابل ته لېږدول شوي دي.

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې د کابل-لوګر پر لويه لار ټرافيکي پېښې د پام وړ زياتې شوي او لامل هم د موټرچلوونکو بې‌احتياطي او ګړندی تګ ښودل شوی دی.

Share.