د‌ کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست ، دواليبال فدراسیون او د کلباد ولسوالۍ ورزشي کمیټې په همکارۍ په کلباد ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ دخلکو لپاره سالمې تفريح برابرولو او ځوانانو هڅولو په پار دکندز ولایت مرکز او ولسواليو په ګډون دیوې شپې او ورځې په دوام دواليبال سيالۍ د روح الله ناظري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د باسوسو لوبډلې او د روح الله ناظري لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې روح الله ناظري لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ٢٥/١٥ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

Share.