دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست وياند حميد خان مهمند باختراژانس ته وويل: دکندز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې څه دپاسه دوه سوه زره کورنيو سره ددغه رياست تر چتر لاندې دنړيوال خوراکي پروګرام (WFP) له خوا مرسته شوې ده .

ده زياته کړه: په دغو مرستو کې ٥٠ کيلوګرامه اوړه، ٤،٥ کيلو غوړي، ٦،٢٥ کيلو ګرامه دال نخود او ١،٥ کيلوګرامه د ماشومانو لپاره خوراکي توکي شامل دي، چې په مستحقو کورنيو ووېشل شول.
په همدې حال کې له دغه پروګرام څخه ګټه اخیستونکي د مننې په ترڅ کې د لا زیاتو مرستو د ویش غوښتنه کوي

Share.