دسالنګ لاره دواورې, وریدو له امله دهرډول موټرو دتګ او راتګ لپاره ټړل شوې ده.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند پر خپله ایکسپاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې دغه لار تېره شپه ۹ بجې او ۱۰ دقیقې د ټولو وسایطو پر مخ تړل شوې ده.
هغه زیاته کړې، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې کارکوونکي د تونل په دواړو لوریو کې د وسایطو د تخلیې په حال کې دي. د سالنګونو لویه لار د افغانستان شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.