په سوریه کې د آزادي غوښتونکي غورځنګ (تحریرشام) مشر ابو محمد الجولاني خپلو ځواکونو ته په خطاب کې ویلي:له حکومتي او عامه ځايونو په کلکه ساتنه وکړئ، ځکه، چې دا د سوريې د خلکو امانت دی او تاسې يې ساتونکي ياست.
نوموړي له دې مخکې ویلي وه: ورونو رب ته په سجده پرېوځئ، دمشق ته شکر کوونکي داخل شئ، له خپلو خلکو سره نرم چلند وکړئ او هماغسې شئ لکه څنګه، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ياد کړي ياست.
د یادونې ده، چې پلازمېنه دمشق په بشپړ ډول د آزادي غوښتونکیو ډلو لخوا سقوط او د پخواني ادارې ټول کارکوونکي تښتېدلي دي

Share.