ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر اېکس ليکلي، چې دغه لویه لار له شمال څخه جنوب ته د کوچنيو مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې دغه لويه لاره له تېرې شپې راهيسې د سختې واورې ورښت او توپان له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.

د ټولګټو وزارت ویاند زیاتوي چې دوی هڅه کوي دغه لویه لاره له جنوب څخه شمال ته د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي

Share.