دغه لویه ولسي غونډه نن شپه د کندوز ولايت په پوهنتون کې چې د اعتصام فکري او فرهنګي ادارې لخوا جوړه شوې وه، پهکې ګڼ شمېر علماي ګرامو، مجاهدینو، قومي مخورو، په سلګونه تنه محصلانو، عام ولس، او خبریالانو ګډون کړی کړی و، وینالو د تحرير شام مجاهدینو لهلورې دغه لوی ویاړ د نړئ ټول مسلمه اُمت لپاره یوه لویه او تاريخي بريا یاده کړه.
پهدې لویه پرتمینه ولسي غونډه کې د کندوز ولايت یو تن مخور او دیني عالم ښاغلي مفتي محمد رسول سعید له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې له بده مرغه د سوریې مخکينی جابر او ظالم رهبر د حافظ الاسد زوئ بشارالاسد شاوخوا ۲۵ کاله د یاد هېواد په مظلوم ولس له حده ډېر ظلمونه ترسره کړل چې له امله یې د تحرير شام مجاهدینو په لاس د سوریې پلازمینه دمشق د ظالم او جابر له منګولو خلاص کړ.
ښاغلي سعيد زیاته کړه چې دغه شان غونډې د سوريې پلازمېنې دمشق تاريخي بريا لپاره خورا اغېزمن اثر لري، او گڼو دیني عالمانو، قومي مخورو، محصلانو او ګن شمېر ځوانانو د دمشق په تاريخي بريا او د بشارالاسد د ظلم او وحشت په اړه یې هراړخيزې ویناوې وکړې.
دغهراز بیا په دې لویې او پرتمینې ولسي غونډه کې دوه تنو ګډونوالو هم په خپل وار سره خبرې وکړې د تحرير شام مجاهدینو په لاس د دمشق تاريخي بريا د مبارکۍ ترڅنګ وویل که چرته مسلمه اُمت همداسې یو موټی شي نو لرې نده چې نهیواځې به همدا سپین محمدي بیرغ د هېواد په ګوټ ګوټ کې رپيږې بلکې د نړئ هیڅ ځواک به پهدې ونه توانیږي چې د مسلمانانو ترمنځ خنډ رامنځته کړي.
د يادونې وړ ده چې د تحرير شام مجاهدینو په لاس د سوریې پلازمینه دمشق تاريخي بريا په داسې حال کې ترسره کېږي چې د یاد هېواد ظالم او جابر رهبر شاوخوا ۲۵ کاله د ظلم او ستم حکومت وکړ چې بالاخره د تحریر شام مجاهدین دې ته اړ شول څو دغه ظلم ته د تل لپاره د پای ټکی کېږدي او بريا په خپل نوم کړي.