د بشري حقونو څار یوې ادارې ویلي، چې د اسرائیلو پوځ د دوشنبې پر ورځ ( د لیندۍ نولسمه ) د سوریې له ۱۰۰ ډېر پوځي اهداف له هغې وروسته تر هوایي بریدنو لاندې راوستل، چې د تحریر الشام وسلوالو د دې هېواد مرکز دمشق هم ونیولو.
د فرانس پریس خبري سرچینې د راپور له مخې؛ په دې بریدونو کې اسرائیلو نه یوازې د سوریې د مخکني نظام پوځي وړتیاوې او د وسلو زیرمې له منځه وړي، بلکې د برزه ساینسي څیړنو مرکز هم ویجاړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د تحریر الشام وسله والو یوه ورځ مخکې د بشارالاسد حکومت ړنګ کړ او هغه مسکو ته تېښته وکړه

Share.