د ژاپورېژیا والي اېوان فیدوروف پر خپل ټېلېګرام ویلي چې برید کې ۲۲ کسان ټپیان دي او په وینا یې، سیمې ته د بېړنیو مرستو ډلې لېږل شوي دي.

د اوکراین د بېړنیو حالاتو اداره وايي چې ژغورونکو ډلو بېګاه شپه د ویجاړې شوې ودانۍ تر ډبرو او خاورو لاندې د دوو مېرمنو جسدونه رااېستلې دي.

په انځورونو کې ښودل کیږی چې ژغورونکی او ماشینونه د شپې لخوا د یوې نړیدلې ودانۍ په ویجاړیدو کې کار کوی.

روسیې له تېرو څو ورځو راهیسې په منظمه توګه پر ژاپورېژیا ښار بریدونه کوي. د تېرې جمعې پر ورځ هم پر دې ښار د روسیې د برید له امله لس کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان وو.

دواړه لوري جګړه کې د ملکیانو په نښه کول ردوي او وايي، بریدونه یې، یوازې د زېربناوو کمزوري کول دي.

Share.