په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما ويلي، چې ټاکل شوې د پنجشنبې پر ورځ( د لیندۍ دوه‌ویشتمه) د افغانستان پر وضعیت د امنیت شورا غړي غونډه ولري.

یوناما د چهارشنبې پر ورځ( د لیندۍ یوویشتمه ) ویلي وه، چې ټاکل شوې دې غونډې ته په افغاسنتان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتنبایوا د دې هیواد پر وضعیت د امنیت شورا غړو ته معلومات وړاندې کړي.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې غوندې په پای کې به ګډونوال د افغانستان په تړاو د بندو دروازو شاته سلامشورې هم وکړي.
ددې خبرپاڼې له مخې ټاکل شوې، چې امنیت شورا پر افغانستان د بندیزونو او د ارزونې د ۱۹۸۸ کمیټې د واک د تمیدید په اړه هم پرېکړه وکړي

Share.