ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره کړې، چې ښیي ې په ساحلي سیمه القدراحه کې وسلوال د حافظ الاسد د سوځېدلي قبر په شاوخوا کې ګرځي او شعارونه ورکوي.
د هیئت التحریر الشام د روانې اوونۍ په بیل کې د بشارالاسد ۵۴ کلنه واکمني پای ته ورسوله او نوموړی روسیې ته وتښېد او هلته یې له کورنۍ سره یو ځای پناه ترلاسه کړه.
د بشار الاسد حکومت له نړېدو وروسته د سوریې خلکو د بشار او د ده د پلارحافظ الاسد پژې ونړولې، چې ورسره د شیعه علوي فرقې واک او ځواک هم پای ته ورسېدو.
د رویټرز خبري سرچینې د وسلوالو د مشر ابو محمد الجولاني له قوله ویلي، چې نوموړي د بشار الاسد د حکومت امنیتي ځواکونه منحل کوي.
هئیت تحریر الشام سرتېرو ته عمومي بښنه اعلان کړې ده.
د الجولاني تر مشرۍ لاندې انتقالي حکومت به د ۲۰۲۵ کال تر مارچ میاشتې پورې (څلور میاشتې) فعالیت وکړي.

Share.