د بغلان د دهنه غوري، برکې، دهصلاح، فرنګ، جلګې او یوشمیر نورو ولسوالیو د ځینو غرنیو سیمو اوسېدونکي وايي، چې د مخابراتي شبکو فعالیت د دوی په سیمه کې نشته او له امله یې د ګڼو ستونزو سره مخ دي،

خو د بغلان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وايي، چې په دې ولسوالیو کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه سروې شوې او ژر به په کې ۶ نوي سایټونه فعال شي.

Share.