ټاکل شوې چې نن شنبه، لیندۍ ۲۴مه د درېو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه وکړي.
یاده سیالي به نن مازدیګر څلور بجې د زمبابوې په حرېرې کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.
افغانستان او زمبابوې له دې وړاندې د روانې لوبلړۍ له شویو دوو سیالیو څخه یوه یوه لوبه ګټلې او د کېدونکې لوبې ګټونکې لوبډله به د لوبلړۍ اتلولي هم خپله کړي.
زمبابوې لومړۍ او افغانستان بیا دویمه سیالي ګټلې. افغان لوبډلې په دویمه لوبه کې زمبابوې ته په ۵۰ منډو ماته ورکړه.