د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د بکک بند په سیمه کې د ترافیکو پر مخ د غور-کابل لويې لارې له تړل کېدو خبر ورکړی. هغه دغه راز ویلي، چې اوسمهال په سالنګ واوره ورېدنه دوام لري، خو کوچني موټر کولی شي پر دغه لاره تګ راتګ وکړي. حق شناس له هېوادوالو غوښتي چې په دې لاره د تګ راتګ پرمهال اړینو وسایل له ځانه سره ولري.

Share.