د امریکا د ویسکانسن ایالت په یوه ښوونځي کې پر ډزو ۳ کسان وژل شوي
د راپورونو له مخې؛ تېره ورځ د امریکا د ویسکانسن ایالت په یوه ښوونځي کې د یو وسلوال زدهکوونکي پرډزو درې کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ یاده پېښه د ویسکانسن ایالت د مډیسن ښار په یو ښوونځي کې رامنځته شوې ده.
پولیسو ویلي برید یوې ۱۵ کلنه نجلۍ کړی، چې پخپله یې هم ځان وژنه کړې ده.