د پکتـیا د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي نثار احمد نجات ویلي، تېره شپه ماخوستن مهال ۹ بجې د سیدکرم ولسـوالۍ اړوند «بر سیجنک» کې د تیز باران پر مهال په یو کور اسماني تندر راغورځېدلی چې یو ۱۴ کلن هلک ژوند له لاسه ورکړی او ۵ کسان ټپيان شوي.
هغه وويل، ټپيانو کې يوه ۱۵ کلنه نجلۍ، ۳ ماشومان او يو د پوخ عمری سړی شاملیږي.
په ورته مهال د پکتيا د امنیې قومنداني وياند منيب ځدراڼ وويل، ټپيان د مرکز ګردېز حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او درملنه يې روانه ده.
د پېښو پر وړاندې مبارزې رياست مسولانو په خبره چې له يادې کورنۍ سره يې د ټپيانو د درملنې لپاره یو څه اندازه نغدي مرسته هم کړې ده.