د غزې پر ځینو برخو د اسراییلو تازه بریدونو کې ۸ کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.

د رپوټونو پر اساس، دغو کسانو ته تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې ښار سویل ختیځ، د رفح ښار په ختیځ او په دېرالبلاح سیمه کې مرګژوبله اوښتې ده.

د وژل شویو په ډله کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شاملیږي.

د اسراییل پوځ تېره یوه شپه او ورځ کې د غزې په سویل کې د خان‌یونس ښار په ځینو برخو هم بریدونه کړي دي.

دغه بریدونه داسې مهال ترسره شوي چې د اوربند ټینګښت او د حماس او اسراییل ترمنځ د یرغمل کسانو د خوشې کولو لپاره د خبرو تازه پړاو د قطر پلازمینه دوحه کې پیل شوی دی.

Share.