نن په کندوز ولايت کې د ولایت مقام د دفتر رییس په مشرۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمریت په همغږۍ پهداسې حال کې له رسنيو، خبریالانو او د امارتي ادارو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه چې پهکې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ښاغلي مولوي صاحب ګلمحمد الیاس، شجاعتالله خادم د ملي تلويزيون آمر، بریالی همنوا د اطلاعاتو آمر، د امارتي ادارو یو شمېر مسولینو، ویاندویانو، خبریالانو، د سیمهییزو رسنيو مسوولينو ونډه اخيستې وه.
پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ښاغلي مولوي صاحب ګلمحمد الیاس پیلیزه په خپلو خبرو کې د رسنیو په مسؤلیتونو او اهمیت خبرې وکړې وویل چې اوس وخت کې د یوې ټولنې د اصلاح لپاره په ځانګړي ډول د اسلامي امارت د فعالیتونو په انعکاس کې خبریالان او رسنئ عمده رول لوبولی شي چې تر دې دمه په کندوز ولايت کې خبریالانو او رسنيو خپل رسالت په ښه توګه سرته رسولی.
ښاغلي الیاس د خپلو خبرو په لړ کې د ټولو سیمهییزو رسنیو او خبریالانو شته ستونزې له ولایت مقام او د اړوندو ادارو له مسولینو سره شریکې کړې او زیاته یې کړه چې باید له خبریالانو سره د پروخت معلوماتو شریکولو ترڅنګ له هغو سره په هراړخیزه توګه مرسته او همکارۍ وشي.
دغهراز د آزادو خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر ضیاءالحق ذاهد، نعمان دوست ازاد خبریال، اکمل رحماني د خاور تلویزیون مسول، عجبګل عاطف د ملي تلويزيون د نشراتو مدیر، عبدالجلیل احساس د اورانوس تلویزیون مسؤل د نورو خبریالانو او سیمهییزو رسنیو مسوولینو په استازيتوب خبرې وکړې وویل چې له نېکه مرغه د اسلامي امارت په راتګ سره تر دې دمه اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې تر بل هروخت ښه پاملرنه شوې ده او دا لرۍ ډې باید همداسې دوام پیدا کړي.
دغو خبریالانو زیاته کړه چې سیمهییزې رسنئ په خپله برخه کې د امارتي ادارو فعاليتونو او لاسته راوړنو ته په ښه توګه انعکاس ورکړی خو ولایت مقام او اړونده ریاستونه دې هم د سیمه ییزو رسنیو شته ستونزو هوارولو کې مرسته وکړي، څو رسنئ په ښه توګه ولس ته خدمت وکړي.
پای کې د ولایت مقام د دفتر رییس ښاغلي مولوي صاحب عبدالمؤمن حامد خبرې وکړې د رسنيو او خبریالانو له هلو ځلو څخه د مننې ترڅنګ وویل؛ دا چې رسنئ په یوې ټولنې کې د نظام لپاره د سترګو او غوږونو حیثیت لري نو پکار ده چې پهدې برخه کې له رسنیو څخه ملاتړ او ستاینه وشي، ځکه همدا رسنئ دي چې د ادارو فعاليتونه او لاسته راوړنې د عام ولس تر غوږونو رسوي.
د ولایت مقام د دفتر رییس د ټولو امارتي ادارو له مسولینو غوښتنه وکړه چې له رسنيو سره د فعالیتونو شریکولو ترڅنګ تر خپل وس او توانه پورې دې په خپله اړونده برخه کې مرسته او همکارۍ وکړي.