د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکاري د اسلامي هوسایني موسسې، په ارغستان ولسوالي کې ۵۰۰ بزګرانو ته د کرنیزو توکو مرسته وېشلې.
په دې مرستې کې هر بزګر ته یوه د درمل پاشلو ډبه، یوه لاسي ګاډۍ، یوه بېلچه او نور توکي ورکړل شوي دي.
د کرنې ریاست ویاند، محمدحنیف حقمل وویل چې د دې مرستې هدف د بزګرانو ملاتړ، د دوی اقتصادي وضعیت ښه کول، د ځمکو لپاره اړین توکي وېشل او د بېوزلي کچه کمول دي.
د کندهار بزګران د دې مرستې له وېش څخه خوښ دي او د یاد ولایت کرنې ریاست او اسلامي هوسایني موسسې څخه مننه کوي.
له دې وړاندې هم ورته مرستې د کندهار په ارغنداب ولسوالي کې هم پر بېوزله بزګرو وېشل شوې وې.