د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولي او قلعه زال ولسوالۍ ورزشي کمېټې له لوري دکندز، بغلان، فاریاب، سرپل، بلخ او شبرغان په کچه د یادې ولسوالۍ په کوربتوب شاوخوا د ۱۰۰ ورزش کارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د ملي او دودیزو لوبو د ودې او سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ او په پای کې ۵۰ تنو ورزش کارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.

Share.