د لوګر د سیندیزې حوزې ریاست چارواکي وایي، د مرکز پل‌علم ښار اړوند په «خضر» سیمه کې یو کېلومټر د اوبو کانال د شاوخوا ۷۱زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت تر بیارغونې وروسته پرانېستل شو.

د دغه ولایت د سیندیزې حوزې ریاست رییس مولوي محمداسماعیل پل‌علم کې جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، دا کانال د (FIO) موسسې له لوري د تېرو درېوو میاشتو په ترڅ کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی چې د ۶۰۰ جریبه ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري.

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه، د یاد کانال له بیارغونې وروسته د اوبو د ضایعاتو په بشپړه توګه مخنیوی شوی او هڅه روانه ده چې ورته کانالونه د لوګر په پاتې ولسوالیو کې هم په پاخه او اساسي ډول سره بیاورغوي.

د مرکز پل‌علم یوه کروندګر عبدالرحمن سلام‌وطندار ته وویل، خوښ دی چې د خضر کانال په پاخه او اساسي ډول بیاورغول شو.

نوموړی ټینګار کوي چې د مرکز پل‌علم ښار سربېره په ولسوالیو کې هم د کرنې اوبو لپاره شته کانالونه له سره ورغوي څو پورې په ټولو کانالونو کې د اوبو ضایعاتو مخنیوی وشي.

Share.