تېره شپه د کابل – کندهار پر لویه لار د غزني په اړوند سیمه کې د دوه بېلابېلو ترافیکي پېښو له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۶ کسان مړه او ۸۰ نور ټپيان دي.

د غزني د عامې روغتیا ریاست رسنیو ته ویلي، چې لومړۍ پېښه د یو ٥٨٠ ډوله موټر او ټانکر د ټکر له کبله رامنځته شوې، چې په کې شاوخوا ۲۰ کسانو ته په کې مرګ او ژوبله اوښتې ده.

دغه راز دوه‌یمه پېښه د غزني په ناني سیمه کې د ټانکر او لوی مسافر وړونکي موټر ترمنځ پېښه شوې، چې په کې ۳۰ کسانو ته مرګ او ژوبله رامنځته شوې ده.

د غزني روغتیایي مسوولینو د پېښې د ټپيانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودلی او وایي، چې د درملنې لپاره پلازمېنې کابل ته لېږدول شوي دي.

Share.