د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو مرستیال محمد نبي نصرت او ورسره پلاوي خوست او پکتیا ولایتونو ته د خپل سفر په جریان کې د خوست له والي عبدالقیوم روحاني، مرستیال والي محبوب شاه قانت، امنیې قومندان عبدالرشید عمري، د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو له رییس محمد آصف کرار او همدارنګه د پکتیا د احصایې او معلوماتو له رییس سیف الله ح.قاني سره جلا جلا لیدنې وکړې.

په دې لیدنو کې د یادو ولایتونو اوسېدونکو ته د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو او د نفوسو د احوال ثبتولو په برخه کې د خلکو د ستونزو پر هواري خبرې اترې وشوې. د خوست ولایت چارواکو د احصایې او معلوماتو ریاست او اړوندو خدمتونو د وړاندې کولو بهیر وستایه او د همکارۍ ډاډ یې څرګند کړ.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو مرستیال محمد نبي نصرت د خوست له والي او نورو چارواکو څخه مننه وکړه چې تل یې په دې ولایت کې په اړوندو برخو کې لازمې همکارۍ کړې دي.

ښاغلي نصرت خوست او پکتیا ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایتونو د احصایې او معلوماتو ریاستونو، د الکترونیکي تذکرو وېش څانګو او آسان خدمت مرکز چارې و ارزولې او کارکوونکو ته یې د چارو د لا ښه‌والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مشرتابه هېوادوالو ته د چټکو خدمتونو وړاندې کولو او اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د ولایتي ریاستونو، د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګو او آسان خدمت مرکزونو فعالیتونه په دوامداره توګه څاري او ارزوي.

Share.