د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې د غزې پر بېلابېلو برخو د اسراییلو په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۲۵ کسان چې اووه یې ماشومان دي، وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې یاد کسان د غزې پر بېلابېلو برخو د اسراییلو پرونیو بریدونو کې وژل شوي دي.
د راپور له مخې، د دغو کسانو له ډلې ۱۶ هغه د النصیرات بېځایه شویو په مرکز کې پر یوې ودانۍ او جبالیا ښار کې د اسراییلو د هوايي بریدونو له کبله وژل شوي دي.
په غزه کې د اوربند په اړه له شویو هڅو او د دې جګړې د دوام په اړه د نړیوالې ټولنې له مخالفتونو سره سره لا هم په غزه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ جګړه نهده درېدلې.
د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اسراییلو او حماس ترمنځ د نښتو له پیل راهیسې ۴۵ زره او ۲۰۶ فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۷ زره او ۵۱۲ نور ټپیان شوي دي.