زابل کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د میرویس نیکه په نوم مسافروړونکی ټرانسپورټي شرکت یې، تړلی دی.

د زابل ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه شرکت یې، د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله تړلی دی.

دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې چې دوه ورځې وړاندې د یاد شرکت یوه موټرچلوونکي د کابل-کندهار ترمنځ د غزني ولایت اړوند سیمه کې د بې‌احتیاطۍ له کبله ۵۲ مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

Share.