د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رئیس مولوي محمد قاسم امیري وايي، چې په نږدې راتلونکي کې به د پنجشېر د سرو زرو، یاقوتو او اوسپنې کانونو د استخراج چارې پیل شي.
باختر خبري آژانس د نوموړي له قوله راپور ورکړی چې د دغو کانونو سروې بشپړه شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې د یادو کانونو په استخراج سره به ګڼو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.