د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د روان لمریز لېږدیز کال په ۸ میاشتو کې د څه باندې ۳۳ میلیون ډالرو پر ارزښت بهرنیو هېوادونو ته انار صادر شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند زیاته کړې، چې تر ټولو ډېر انار پاکستان، هند، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.