د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند سره د خبرو دا کمېټه د دغه هېواد د ملي اسامبلۍ مشر سردار ایاز صادق په وړاندیز جوړه شوې ده.
په دغه کمېټه کې د هغه معاون او د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، رانا ثنا الله، سناټور عرفان صدیقي، راجا پرویز اشرف، نوید قمر، خالد مقبول صدیقي، علیم خان، چودري سالک حسین او سردار خالد مغسي شامل دي.
له دې مخکې، د تحریک انصاف ګوند اوسني رییس ګوهر علي خان ویلي و، د پاکستان حکومت او اپوزوسیون ترمنځ د مخکې تګ لپاره یوازینۍ لار «مذاکرات» دي