دغه سیالۍ د پاکستان او د یو بې طرفه هېواد په ګډ کوربهتوب د افغانستان په ګډون د ۸ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، چې د ۲۰۲۵ کال فېبرورۍ میاشتې پر ۱۹مه نېټه به پیل او د مارچ میاشتې تر ۹مې به دوام وکړي.
یادې سیالۍ په دوو ګروپونو (A,B) کې ترتیب شوي، چې په اې ګروپ کې پاکستان، هند، نیوزیلاینډ او بنګلهدېش او په بي ګروپ کې بیا افغانستان، سویلي افریقا، اسټرالیا او انګلستان لوبډلو ته ځای ورکړل شوی دی.
د هند پرته د دې سیالیو ټولې لوبې د پاکستان په کراچۍ، لاهور او راولپېنډۍ ښارونو کې کیږي.
که هند نیمهپایلوبې او بیا پایلوبې ته لار وکړه، نو لومړۍ نیمهپایلوبه او پایلوبه په یو بې طرفه هېواد کې وشي او که هندۍ لوبډله له دې پړاونو پاتې شوه بیا په لاهور کې ترسره کیږي.
د یادونې وړ ده، چې تر ۲۰۲۷ کال پورې پاکستانۍ لوبډله هم هندوستان ته نه ورځي. په دغه موده کې، چې په هند کې کوم نړیوال ټونمېنټونه پر لار اچول کیږي، د پاکستان ټولې سیالۍ به په یو دویم هېواد کې وشي.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.