د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست د روان کال په لیندۍ میاشت کې په کابل ښار کې ۱۰ زره او ۴۸۴ کسانو ته زېږون کارتونه وېشلي دي.
بل خوا یاد ریاست په کابل ښار کې تېره میاشت ۹زره او ۷۱۶ هېوادوالو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاحاتو راوستو، ۶ زره او ۲۶۵ کسانو ته د نوې او مثنی تذکرې د وېش او کاغذي تذکرو د لغوه کولو او ۱۲ زره او ۴۹۰ کسانو ته د کاغذي تذکرې د تایید خدمتونه وړاندې کړي دي.
همدارنګه د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست په لیندۍ میاشت کې ۴ زره او ۳۴۶ کسانو ته د تذکرو غیرحضوري خدمتونه او ترڅنګ یې د خدماتي څانګو له لارې ۴۱۰ نورو کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشل شوې دي.
د يادولو ده چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست په حضوري او غيرحضوري ډول د کاغذي تذکرو، زېږون کارتونو او د مړينې پارچو د وېش؛ د هېواد د هوايي ډګرونو او ځمکنيو رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ د ثبت مسوليتونه پر غاړه لري او په يادو برخو کې هېوادوالو ته د چټکو او رڼو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.