د پروان ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست له لوري د دې ولایت د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګې د کارکوونکو او مراجعینو د څښاک اوبو د ستونزې د حل په موخه د یادې وېش څانګې په انګړ کې ژوره څاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د څښاک اوبو دا څاه چې ۱۸۵ متره ژوروالی لري، کار یې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له پرمختیايي بودیجې څخه تمویل او د څهباندې (۸۹۸،۰۰۰) اتهسوه او اتهنوي زره افغانیو په لګښت د یوه خصوصي ساختماني شرکت له خوا کېندل شوې ده.
د یادولو وړ ده چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره ځورېدلو هېوادوالو ته د چټکو او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو ته ژمنه ده او د غوره او اسانو خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابروي