د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست، وزلوبې فدراسیون او د امام صاحب ولسوالۍ ورزشي مدیریت په ګډه همغږۍ په یاده ولسوالۍ کې شاوخوا د ۵٠ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې.

دغه سیالۍ د بابا شاخ سیمې په ورزشي لوبغالي کې ترسره شوې، یوه ورځ یې دوام وکړ او پایله کې ذبیح الله پهلوان د حاجي صاحب عمر خالد په آس د لوبې اخرلاق تر ټاکلې شوې موخې ورساوه او بریا یې خپله کړه.

Share.