ملي دفاع وزارت د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستاني جېټ الوتکو نن شپې بمباري وغندله او هغه یې د نړۍوالو اصولو خلاف وبلله.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، اسلامي امارت به دا برید بې ځوابه پرې نږدي او له خپل حریمه دفاع خپل “مسلم حق” بولي.
د خبرپاڼې لمخې، په دغه برید کې د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي چې ډېری یې کډوال دي په نښه شوي دي.