د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو خواوو د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د هوکړه لیک پر وروستي کولو ټینګار کړی او د افغانستان سوداګریزو او ټرانزیټي توکو لپاره د یوې ځانګړې سیمې جوړولو ته چمتوالی ښودلی دی.
د خبرپاڼې لمخې، په دغه کتنه کې د پاکستان له لوري پر سوداګرۍ او ټرانزیټ د لګول شویو خنډونو لرې کولو، د بانکي تضمیناتو په برخه کې د اسانتیاو په رامنځته کولو او د دوه سلنې مالیې (CESS) راکمولو په اړه هم خبرې شوي دي.
په دغه کتنه کې همداراز د ترجیحي سوداګرۍ په برخه کې هم ځینې پریکړې شوي دي.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.