پاکستان کې د ۲۰۲۵ کال چمپینز ټرافي لوبو مهال‌وېش اعلان شو
د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ۲۰۲۵ کال د چمپینز ټرافي سیالیو مهالوېش په ډاګه شو چې له مخې به یې افغان لوبډله خپله لومړۍ لوبه د فبروري میاشتې په ۲۱مه له سوېلي افریقا لوبډلې سره ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ، نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ۲۰۲۵ کال د چمپنینر ټرافي (اتلانو جام) سیالیو مهالوېش په ډاګه شو چې له مخې به یې افغان لوبډله خپله لومړۍ لوبه د فبروري میاشتې په ۲۱مه نېټه د سوېلي افریقا لوبډلې پر وړاندې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره کړي

Share.