د پروان د امنیې قومانداني مسوولان وايي، د دغه ولایت په جبلالسراج کې یې د یوې ښځې له لوري د چرسو د قاچاق مخه نیولې ده.
د پروان د امنیې قومانداني ویاند فضلالرحیم مسکینیار سلاموطندار ته ویلي، یوې ښځې چې ۱۰ کیلوګرامه چرس یې په خپل بکس کې په ماهرانه ډول ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې له بغلان ولایت څخه یې کابل ته ولېږدوي، نیولې ده.