نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې پر غزې د اسراییلو هوايي برید کې پنځه خبریالان وژل شوي دي.

د الجزیرې خبري شبکې نن (د مرغومي شپږمه، پنجشنبه) د فلسطیني چارواکو له قوله لیکلي چې د اسراییلو پوځ په غزې ښار کې د «القدس» ټلوېزیوني شبکې د خبریالانو موټر په نښه کړی دی.

فادي حسونه، ابراهیم الشیخ علي، محمد اللدعه، فیصل ابوالقمصان او ایمن الجدي هغه خبریالان دي چې په دغه برید کې وژل شوي دي.

د راپور له مخې، خبریالان هغه مهال نښه ګرځول شوي چې په خپل موټر کې ویده وو.

د اسراییلو پوځ هم دغه برید منلی، خو د خبریالانو د په نښه کولو په اړه یې وضاحت نه‌دی ورکړی.

Share.