د کليو پراختيا او بيارغونې رياست مسول حميد خان مومند وايي، چې د دغه رياست تر چتر لاندې د نړيوال خوراکي پروګرام (WFP) له خوا د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې له ١٩٣٦ کورنيو سره مرسته شوې ده.
ده زياته کړه: په دغو مرستو کې ٥٠ کيلوګرامه اوړه، ٤،٥ کيلو غوړي، ٦،٢٥ کيلو ګرامه دال، او يو نيم کيلو ګرامه د ماشومانو خوراکي توکي شامل وو، چې په اړمنو او مستحقو کورنيو ووېشل شول.