د سوېلي‌کوریا چارواکي وايي چې د یاد هېواد د مووان ښار په هوايي ډګر کې یوې مسافروړونکي الوتکې اوراخیستی چې پرمهال یې، ۱۲۰ کسان وژل شوي دي.

پېښه ځای وخت ۹:۰۳ بجې هغه مهال رامنځته شوې چې یاده الوتکه د ځغاستې له لیکې ووته او اور یې واخیست.

دې الوتکه کې ۱۷۵ مسافر او شپږ عمله سپاره چې د ټایلنډ له پلازمېنې بنګاک څخه د سوېلي‌کوریا پلازمېنې سوول څخه ۲۸۹ کیلومټره لرې، د مووان ښار نړیوال هوايي ډګر ته روانه وه.

د سوېلي‌کوریا د اوروژنې اژانس ویلي چې پېښه کې ۵۷ مېرمنې، ۵۴ نارینه او نهه نور وژل شوي دي.

د سوېلي‌کوریا یون‌هاپ خبري اژانس د اوروژنې ادارې د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې پېښه کې د پاتې ژوندي مسافرو د ژغورنې هیلې په ختمېدو دي.

Share.