د لغمان امنيه قومانداني په يوه خبر پاڼه کې ويلي، نن يکشنبه د لغمان مرکز مهترلام اړوند کلهکوټ سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله پنځه تنه وژل
شوي او اوولس نور ټپيان دي.
سرچينې ويلي، پیښه د دوه ريکشو او مارسيډيز موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
وړاندې ليکل شوي، ټپيان د درملنې په موخه د مهترلام ولايتي روغتون ته استول شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
سرچينې د پېښې علت د موټر چلوونکو بې احتياطي ښودلې ده.
بايد ياده شي چې په دې وروستيو کې هېواد کې ترافيکي پېښې خورا ډېرې شوي دي