کابل ته راغلي چینايي پلاوي د دغه وزارت د کرنې اوبو لګولو له مرستيال باز محمد فيضان سره په لیدنه کې افغانستان ته د سړو خونو د جوړولو لپاره د یو شمېر چیني تخنیکي انجنیرانو له رااستولو خبر ورکړی.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ويلي، چې چین په افغانستان کې درې سړې خونې جوړوي.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د چين دا سړې خونې به د ۱۵ سوه ټنو سبو او میوو د ساتلو وړتیاوې ولري.
ویل کیږي، چې دا سړې خونې په کابل، تخار او بدخشان ولایتونو کې جوړیږي.

Share.