د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د قوش تېپې کانال د جوړولو په کار کې د چټکتیا لپاره د دولتي بنسټونو ترمنځ د همکاريو پر پیاوړتیا ټینګار لري.

د دغه وزارت ویاند وایي په هغه غونډه کې چې د کرنې وزارت او دولتي بنسټونو ترمنځ جوړه شوې وه د قوش تېپې کانال د دویم فاز د جوړولو په برخه کې پر خنډونو، حل لارو او پرمختګونو خبرې اترې شوي دي. د ملي پراختیا شرکت د شمېرو لمخې، اوسمهال د قوش تېپې کانال د دویم فاز د کیندې چارې ۸۱ سلنه مخته تللي او په دې برخه کې ۶۰ قرارادي شرکتونه د شپې او د ورځې کار کوي.

Share.