د هرات محلي مسوولان وايي چې د هرات ښار د یوولسمې ناحیې په فرقهای سیمه کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت یوه «څلور لارې» جوړه شوې.
د هرات ښاروالي ویاند عبدالهادي نوري وايي چې د دغه څلورلارې د جوړېدو لګښت د یوه شرکت له لوري ورکړل شوی دی.
د نوموړي په وینا، راتلونکې کې به د هرات-اسلامکلا، هرات-تورغونډۍ او نورو لارو کې هم دروازې ورغول شي.
له دې وړاندې هم هرات ښار کې ورته څلور لارې او دروازې جوړې شوي چې دغه ښار ته یې، ښکلا ورپه برخه کړې.