په بدخشان ولایت کې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو ۹ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې دې پروژو کې د اوبو کانالونه، ترنابونه، د اوبو زېرمې او نورې اړوندې پروژې شاملې دي. یادې پروژې د ۵٢٠٠ جریبه ځمکې د خړوبولو لپاره د افغان اید موسسې په مالي ملاتړ په یفتل ولسوالۍ کې پلې شوې دي.