د سوریې د لنډمهالي حکومت مشر احمدالشرع په دمشق کې د مسیحي ټولنې له مشرانو سره لیدلي دي.

له لیدنې په خپاره شویو تصویرونو کې د کاتولیک، ارتودکس او انګلیکان روحانیون ګډون لري چې د سوریې له نوي مشر یې، د خپلو حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې.

دغه لیدنه پرون سه‌شنبه، د ډسمبر ۳۱مه شوې.

په ورته مهال د فرانسې بهرنیوچارو وزیر ژان نویل باروت سوریه کې د یوه داسې پراخ انتقالي حکومت غوښتنه کړې چې په‌کې د ټولو حقونه خوندي وي.

نوموړي هیله ښودلې چې د سوریې اوسېدونکې به وکولای شي، د خپل برخلیک واک بېرته ترلاسه کړي.

Share.