د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وایي: د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په شیخ اباد کلي کې د لمریزې برېښنا د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست د خپرونو مسول حميد خان مومند باختر آژانس ته وويل: د دشت ارچي ولسوالۍ د شيخ آباد په کلي کې د ١٦٠ زرو امريکايي ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو شبکه د تخنيکي همکاريو له امله بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. د دې ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د ډاکار انستیتوت جوړ شوی دی
هغه زیاته کړه: په دې شبکه کې د کانکریټو د ذخیرې د ټانک جوړول، د ۱۷۰ دروازو تر شا د نلونو نصبول، د سولر تختو نصبول او د څاه کیندل شامل دي.

په ورته وخت کې ځايي اوسېدونکي وايي: په دغه کلي کې شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ ژوند کوي، چې د څښاک د صحي اوبو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې د اوبو رسولو د دغې شبکې په پلي کېدو سره به يې ستونزې هوارې شي.

Share.