د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۱۸مه یې د افغانستان په کچه د مالدارۍ دویمه سروې پیل کړې ده.
یادې ادارې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا سروې به د افغانستان په ۳۴ ولایتونو، ۴۵۲ ولسوالیو، او ۳۶۹۰۰ کلیو کې ترسره شي.
اف اې او هیله څرګنده کړې چې دا سروې به په افغانستان کې د مالدارۍ سکتور د پروګرامونو د ښه والي، د خوراکي توکو د خوندیتوب ، او د کلیو د معیشت د ملاتړ لپاره مهم معلومات په لاس ورکړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې همدارنګه له خلکو هم غوښتي چې د دغې سروې په بشپړولو کې ورسره همکاري وکړي.