د پلخمري له الوان دښتې څخه د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولت برښنا لېږد مزي د رغولو چارې ۷۳ سلنه بشپړې شوې دي.

د اوبو او انرژي وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې اړینې پروژې چارې ۷۳ سلنه پرمخ تللي او پاتې چارې يې چټکې روانې دي، چې د چارو له بشپړېدو سره به یې د کابل، بغلان، پروان، میدان وردګ، غزني، زابل، کندهار، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو ته منظمه برښنا ولېږدول شي.

اوسمهال د نوموړې پروژې د بنسټ، د ستنو لګولو او د مزي غځولو چارې چټکې روانې دي او له ټاکل شوي مهالوېش سره سم به د دغې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ویل کیږي، چې دا پروژه د پلخمري له الوان دښتې څخه د کابل تر ارغندۍ سب سټیشن پورې غځیدلې او ۲۳۸ کیلو مټره اوږدوالی لري.

Share.